څنګه د خدای د کلام د زده کړې څخه ګټه اخیستلای شې؟
مرسته وغواړه: هغه څوک چې تا ته دا خپرونه درکړې ده، به په خوشحالۍ د خدای کلام درباندې زده کوي او یا په انټرنېټي پاڼه jw.org کې غوښتنلیک ډک کړه.
پیل
هر یو پاراګراف، غټ لیکل شوې پوښتنې (الف) او ایتونه (ب) ولوله چې په موضوع باندې پوه شې. د ځینو ایتونو نه وروسته «ولوله» لیکل شوي دي.
منځ
د لوست لنډ بیان (پ) د «غور وکړه» لاندې لیکل شوی دی. د لوست سرلیکونه (ت) مهمې ټکې ښیي. د خدای د کلام څخه ایتونه ولوله، پوښتنو ته ځواب ورکړه او ویډیوګانې (ټ) وګوره.
انځورونه (ث) څېړنه وکړه او هغه څه چې لاندې لیکل شوي دي ولوله. د «ځینې وایي» (ج) د خبرو په باره کې خپل اند شریک کړه.
پای
هر یو لوست په «لنډیز» او «بیا کتنه» (څ) خلاصېږي. د لوست د پای د رسېدو نېټه ولیکه. د «دا هڅه وکړه» (چ) لاندې یو وړاندیز شته. د «نور زده کړه» (ځ) لاندې نور معلومات کتلای شې او یا لوستلای شې.
څنګه د خدای په کلام کې ایتونه پیدا کولای شې؟
د خدای په کلام کې هر یو کتاب یو نوم (الف) لري. ابواب (ب) او ایتونه (پ) هم شته. د مثال په توګه، زبور ۱۱۹:۲ څه معنیٰ لري؟ زبور د کتاب نوم دی، ۱۱۹ د باب شمېر دی او ۲ د ایت شمېر دی.