Skip to content

Skip to table of contents

۳م لوست

ایا د خدای د کلام ټولې لیکنې رښتیا دي؟‏

ایا د خدای د کلام ټولې لیکنې رښتیا دي؟‏

د خدای کلام ډېرې ژمنې او مشورې لري.‏ امکان لري چې ډېر غواړې چې د خدای په کلام باندې پوه شې،‏ خو شک هم لرې.‏ ایا د دې زوړ کتاب ژمنې او مشورې د باور وړ دي؟‏ ایا اوس او په راتلونکي کې د ژوند څخه خوند اخستلای شو؟‏ ډېر خلک یې مني.‏ پخپله وګوره چې ایا ته هم په دغو ژمنو باندې باور لرلای شې،‏ او که نه؟‏

۱.‏ ایا د خدای کلام خیالي کیسې بیانوي؟‏

د خدای په کلام کې راغلي دي چې ټولې کیسې ‏«رښتنی خبرې»‏ دي (‏معلِم ۱۲:‏۱۰‏)‏.‏ هلته د ریښتنیو پېښو او کسانو په باره کې لیکل شوي دي (‏لوقا ۱:‏۳ او ۳:‏۱،‏ ۲ ولوله)‏.‏ تاریخ پوهان او لرغون پېژندونکي څرګند کړل چې د خدای په کلام کې یاد شوي نېټې،‏ خلک،‏ ځایونه او پېښې صحیح دي.‏

۲.‏ ولې ویلای شو چې د خدای کلام تر اوسه پورې ګټور دی؟‏

د خدای کلام په ډېرو ساحو کې مخکینی دی.‏ د مثال په توګه هغه علمي شیان چې د خدای کلام یادوي،‏ خلکو په هغه وخت کې یې نه منل.‏ یوازې ډېر کاله پس پوهنه یې ثابت کړل.‏ د خدای په کلام باندې هم نن او هم تل باور لرلای شو (‏زبور ۱۱۱:‏۷،‏ ۸‏)‏.‏

۳.‏ ولې د خدای د کلام په پیغمبریو باندې باور شته؟‏

د خدای په کلام کې د راتلونکي په باره کې ډېرې پیغمبرۍ a لیکل شوې دي (‏یشعیاه ۴۶:‏۱۰‏)‏.‏ دا نبوت ډېر کاله دمخه د بېلابېلو پېښو په باره کې بیانوي.‏ حیران به شې د خدای کلام د نننیو ورځو په باره کې څه وایي.‏ په دغه لوست کې مونږ به ځینې پیغمبرۍ تر څېړنې لاندې ونیسو.‏ د هغوی دقت ډېر ځانګړی دی.‏

غور وکړه

پخپله وګوره چې پوهنه د خدای د کلام سره سمه ده او څو حیرانوونکې پیغمبرۍ څېړنه وکړه.‏

۴.‏ پوهنه څرګندوي چې د خدای کلام رښتیا دی

پخوا ډېر خلک فکر کول چې ځمکه په کوم شي باندې پرته ده.‏ ویډیو وګوره‏.‏

پام وکړه،‏ چې د دې په باره کې د ایُوب په کتاب کې ۳۵۰۰ کاله مخکې څه شی لیکل شوی دی.‏ ایُوب ۲۶:‏۷ ولوله او دا پوښتنه څېړنه وکړه:‏

  • ولې دا خبره،‏ چې ځمکه په هېڅ شي باندې پرته نه ده او ځوړنده شوې نه ده،‏ عجیبه خبره ده؟‏

له باران نه وروسته اوبه د بړاس په شکله بېرته اسمان ته ورګرځي،‏ وریځ کېږي او بیا باران ورېږي.‏ دې ته هم د اوبو ګرځېدنه وایي.‏ دغه ګرځېدنه هېڅ پای نه لري.‏ خلک نږدې ۲۰۰ کاله مخکې په دې باندې پوه شول.‏ خو وګوره چې د خدای په کلام کې نږدې ۳۵۰۰ کاله مخکې څه لیکل شوی وُ.‏ ایُوب ۳۶:‏۲۷،‏ ۲۸ ولوله او د لاندې پوښتنو په باره کې سوچ وکړه:‏

  • ولې د اوبو ګرځېدنه دومره په زړه پورې ده؟‏

  • ایا دغه ایتونه ستا باور د خدای په کلام باندې ټینګوي؟‏

۵.‏ د خدای کلام دمخه مهمې پېښې یادوي

یشعیاه ۴۴:‏۲۷–‏۴۵:‏۲ ولوله او دا پوښتنه څېړنه وکړه:‏

  • ۲۰۰ کاله د بابُل ښار د ورانولو دمخه د خدای په کلام کې کوم مهم معلومات لیکل شوی وُ؟‏

تاریخ ښیي چې د پارس پادشاه،‏ لوی کوروش (‏خورش)‏،‏ د خپل فوځ سره په ۵۳۹ د میلاد نه مخکې د بابُل ښار ونیوُ.‏ د ښار پر څنګ یو لوی سیند وُ چې دا ښار یې ساتو.‏ لوی کوروش او د ده فوځ دغه سیند بله خوا وګرځوُ او اوبه ټیټې شوې.‏ هغوی د بابُل ښار بې له جګړې ونیوُ ځکه چې د ښار دروازې خلاصې وي.‏ نږدې ۲۵۰۰ کاله تېر شوي دي،‏ خو د بابُل د ښار پر ځای کې تر اوسه پورې یوازې کنډواله شته.‏ نو اوس د خدای د کلام پیغمبرۍ ته پام وکړه.‏

یشعیاه ۱۳:‏۱۹،‏ ۲۰ ولوله او دغه پوښتنه څېړنه وکړه:‏

  • هغه پیغمبري،‏ چې د بابُل د ښار په باره کې ده،‏ څنګه تر سره شوه؟‏

د بابُل کنډواله په عصري عراق کې لیدله کېږي

۶.‏ ننني پېښې د خدای په کلام کې دمخه لیکل شوې دي

د خدای کلام بیانوي چې په اخرو ورځو کې اوسېږو (‏دوېم تیموتیوس ۳:‏۱‏)‏.‏ پام وکړه چې د خدای په کلام کې د دې وخت په باره کې څه راغلي دي.‏

متی ۲۴:‏۶،‏ ۷ ولوله او دا پوښتنه څېړنه وکړه:‏

  • د خدای کلام د اخرو ورځو په باره کې کومې نښې یادوي؟‏

دوېم تیموتیوس ۳:‏۱–‏۵ ولوله او د لاندې پوښتنو په اړه خبرې اترې وکړه:‏

  • په اخرو ورځو کې به خلک څه ډول وي؟‏

  • ته نن کوم ډول خلک وینې؟‏

ځینې وایي:‏ «د خدای په کلام باندې بدلون راغلی دی.‏»‏

  • ستا په فکر کوم ثبوت تر ټولو ښه ښیي چې د خدای کلام د باور وړ دی؟‏

لنډیز

تاریخ،‏ پوهنه او پیغمبرۍ ښیي چې د خدای د کلام ټولې لیکنې رښتیا دي.‏

بیا کتنه

  • ایا د خدای د کلام ټولې لیکنې رښتیا دي؟‏

  • څه شی ښیي چې د خدای کلام علمي دقیق دی؟‏

  • ایا د خدای کلام دمخه راتلونکی څرګندولای شي؟‏ ولې داسې فکر کوې؟‏

دا هڅه وکړه

نور زده کړه

ایا د خدای کلام او پوهنه د کائنات او د طبیعت په باره کې یو شی وایي؟‏

‏«ایا د خدای کلام علمي دقیق دی؟‏»‏ (‏انټرنېټي لیکنه)‏

له کومه پوهېږو چې په «اخرو ورځو» کې اوسېږو؟‏

‏«۶ پیغمبرۍ چې نن ورځې پوره کېږي»‏ (‏د کتونکي برج،‏ ۱ مې،‏ ۲۰۱۱)‏

وګوره چې څنګه پیغمبرۍ د یوناني امپراطورۍ په باره کې تر سره شوې دي.‏

پیغمبري باور ټینګوي (5:22)‏

ولوله چې څنګه پیغمبرۍ د یو سړي فکر د خدای د کلام په باره کې بدل کړ.‏

‏«ما ایمان نه درلود»‏ (‏د کتونکي برج،‏ ۵مه نمره،‏ ۲۰۱۷)‏

a پیغمبرۍ یا نبوت د خدای له خوا د راتلونکي په باره کې پیغامونه دي.‏