Skip to content

Skip to table of contents

۷ برخه

عیسیٰ څوک دی؟‏

عیسیٰ څوک دی؟‏

خدای یَهّوه عیسیٰ ځمکې ته راولېږهُ.‏ اول یوحنا ۴:‏۹

د آدم دمخه خدای یَهّوه بې شمېره ملکان جوړ کړل.‏ د خدای د خوشحالولو دپاره،‏ باید یو مهم ملک ته غوږ ونیسو،‏ ځکه چې خدای ده ته لوی قدرت ورکړی دی.‏

خدای یَهّوه دغه ملک ځمکې ته راولېږهُ چې د انسان غوندې زېږېدلی شي.‏ د یوې پېغلې څخه،‏ چې مریم نومېده،‏ یو زوی د بیت لَحَم په ښار کې پیدا شوُ.‏ دغه زوی ته عیسیٰ نوم ورکړ (‏یوحنا ۶:‏۳۸‏)‏.‏

کله چې عیسیٰ په ځمکې کې وُ،‏ هغه عاجز او مهربان وُ او دغسې د مینې ډک وُ لکه څنګه چې زمونږ خدای د مینې ډک دی.‏ عیسیٰ زړور سړی وُ او په جرأت خلکو ته د خدای په باره کې رښتیا ویل.‏

عیسیٰ یوازې ښه کارونه کول،‏ خو بیا هم د کرکې سره مخامخ شوُ.‏ اول پطروس ۲:‏۲۱-‏۲۴

عیسیٰ د خلکو سختې ناروغۍ بېرته جوړولې او حتی مړي بېرته ژوندي کول.‏

مذهبي مشران د عیسیٰ نه کرکه درلودله او ده ته په سپکه سترګه کتل،‏ ځکه چې عیسیٰ د دوی حقیقی خیالونه ښوول.‏

مذهبي مشران په رومي عسکرانو باندې داسې اغېزه وکړه،‏ چې دوی عیسیٰ ووهي او وژني.‏