Skip to content

Skip to table of contents

۵ برخه

د نوح په وخت کې چا خدای ته غوږ نیول او چا نه؟‏

د نوح په وخت کې چا خدای ته غوږ نیول او چا نه؟‏

د نوح په وخت کې تقریباً ټول خلک بد کارونه کول.‏ پېدایښت ۶:‏۵

آدم او حوا ډېر ماشومان درلودل او په ځمکې باندې خلک ډېر شول.‏ په دغه وخت کې یو شمېر د ملکانو څخه د شیطان غوندې د خدای په ضد راپورته شول.‏

دغه بد ملکان انساني وجُود په ځان کړ او ښځې وادۀ کړې.‏ له دوی څخه لوی او قوي زامن پیدا شول،‏ چې سخت ظالم وي او ګناه کوله.‏

ځمکه له بدو خلکو سره ډکه شوه.‏ د خدای په کلام کې لیکل شوي دي،‏ چې د انسانانو ټول کارونه او خیالونه خراب وي.‏

نوح خدای ته غوږ ونیوُ او کشتۍ جوړه کړه.‏ پېدایښت ۶:‏۱۳،‏ ۱۴،‏ ۱۸،‏ ۱۹،‏ ۲۲

نوح ښه سړی وُ.‏ خدای یَهّوه ده ته وویل،‏ چې یو طوفان د لوی سیلاب په شان به راشي او ټول بد خلک به مړه شي.‏

خدای نوح ته وویل،‏ چې یوه لویه کشتۍ د صندوق په شکل جوړه کړي،‏ چې خپله کورنۍ او د هر ډول ځناورو او مرغانو نه یوه جوړه کشتۍ ته واخلي.‏

نوح خلک هم د طوفان په باره کې خبرول او پوهول.‏ خو دوی د ده خبرې ته اعتبار نه لرل.‏ ځینې په ده پورې خندل او ځینې حتی کرکه درلودله.‏

کله چې کشتۍ جوړه شوه،‏ ځناور او مرغان کشتۍ ته ننوتل.‏